د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په ۱۶ ولايتونو کې د سختو ورښتونو خبرداری ورکړی

د باران له امله د ويجاړۍ يو انځور

د افغانستان د هواپېژندنې ادارې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او د سېلونو د راوتلو په اړه خبرداری ورکړی.

د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې ریاست په یوه بیان کې چې پرون (د زمري ۱۱مه) خپور شو، ویلي دي چې په بدخشان، نورستان، کابل، ننګرهار، کونړ، لغمان، پنجشېر، کاپیسا، میدان وردګو، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، زابل او کندهار ولایتونو کې د جمعې او شنبې په ورځو د زمري ۱۲- ۱۳ مه د سختو بارانونو او د ناڅاپي سېلونو د راوتلو اټکل کېږي.

د اټکل له‌مخې په بېلابېلو سیمو کې د ۱۵ او ۴۰ میلي متر ترمنځ د باران د ورېدو احتمال شته. په بیان کې دا یادونه هم شوې چې په شمالي، لوېدیځو، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د سختو بادونو چې سرعت به یې په ساعت کې د ۵۰ او ۸۰ کیلومترو ترمنځ وي، اټکل کېږي.

دا په‌داسې حال کې ده چې په تېرو څه باندې دوو اونیو کې د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو، توپانونو او د سېلونو د راوتلو له کبله لسګونه کسان مړه او سلګونه نور ټپیان شول.