سپینه ماڼۍ: له روسیې سره د بندیانو تبادله کې کورماشوا او ګیرشکوویچ خوشې شوي

د ازادۍ رادیو خبریاله السو کورماشیووا د ۲۰۲۳م کال په اکټوبر میاشت کې د روسیې کازان ته د سفر پر مهال نیول شوې ده.

سپینې ماڼۍ تایید کړه چې د ازادې اروپا/ازادي راډيو خبریاله السو کورماشوا او د وال سټریټ ژورنال خبریال ایوان ګیرشکوویچ د هغو شپاړسو کسانو په ډله کې دي چې نن د روسیې سره د بندیانو په تبادله کې خوشې شوي دي.

تر دې مخکې د ازادۍ اروپا راډیو مشر سټیف کاپوس په خپل اعلان کې ویلي وو چې مېرمن کورماشیوا به خوشې شي او هغه درې خبریالان چې دوه یې په بېلاروس او یو بل د روسیې تر ولکې لاندې کریمیا کې بندیان دي، زموږ هېر نه دي او دا رسنۍ به د دوی د خلاصون لپاره هیڅ ډول هڅه ونه سپموي.

د ازادي رادیو خبریاله السو کورماشیووا د ۲۰۲۳م کال په اکټوبر میاشت کې د روسیې کازان ته د سفر پر مهال ونیول شوه او یوه اوونۍ وړاندې په یوه بنده محکمه کې په شپږ نیم کاله بند محکوم شو.