چارواکي: د پاکستان او افغانستان ترمنځ تګ راتګ کوونکي موټر چلوونکي باید لنډمهاله اسناد ولري

د تورخم دروازې یوه څنډه

پاکستاني چارواکي وايي، هغه موټر چلوونکي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ تګ راتګ کوي باید د تګ راتګ لنډمهاله اسناد ولري.

په تورخم کې د پاکستان د ګمرکونو یوه چارواکي عدنان خان د ازادۍ راډیو مشال څانګې ته نن ویلي، د زمري یا اسد میاشتې له لومړۍ نېټې افغان او پاکستاني چلوونکو ته د تګ راتګ لنډمهاله کارډونه یا TAD ضروري دي چې له هغو پرته پر دروازو تګ راتګ نه شي کولی.

دغه لنډمهاله اسناد په کابل کې د پاکستان د سفارت او په پاکستان کې طالبانو د قونسلګریو له خوا برابرېږي.

د هغو له مخې افغان او پاکستاني چلوونکي کولی شي د شپږو میاشتو لپاره له پاسپورټ یا ویزې پرته تګ راتګ وکړي چې وروسته یې تمدیدوي.

پاکستاني چارواکي وايي، دغه کار د امن د ټینګښت لپاره کوي، چې له تورخم او نورو دروازو د وسلوالو د تګ راتګ مخه ونیول شي.