د روسیې او بېلاروس له زندانونو د خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه وشوه

د ازادۍ رادیو خبریاله السو کورماشیووا د ۲۰۲۳م کال په اکټوبر میاشت کې د روسیې کازان ته د سفر پر مهال نیول شوې ده.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو عمومي رییس او اجراییه مشر د روسیې او بېلاروس له زندانونو د خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

سټیفن کاپس نن ویلي: "موږ هیله من یو، هغه سیاسي بندیان یا د السو او ایوان په څېر خبریالان چې په غیرعادلانه ډول بندیان شوي، له خپلو عزیزانو سره یوځای شي."

د کاپس په وینا، ژورنالیزم جرم نه دی. هغه ویلي د ازادې اروپا/ ازادي راډیو هغه درې خبریالان چې دوه یې په بېلاروس او بل د روسیې تر ولکې لاندې کریمیا کې بندیان دي، زموږ هېر نه دي. د ازادۍ رادیو خبریاله السو کورماشیووا (Alsu Kurmasheva) د ۲۰۲۳م کال په اکټوبر میاشت کې د روسیې کازان ته د سفر پر مهال ونیول شوه، دغه راز اندري کوزنیچیک او ایهور لوسیک دا مهال په بېلاروس کې بندیان دي او بل خبریال ولادیسلاف یسي­پینکو په روسیه کې بندی دی.

د دې تر څنګ د والسټریت ژورنال خبریال ایوان ګیرشکوویچ په تېره مارچ میاشت کې ونیول شو چې تر اوسه دواړه په بند کې دي.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو عمومي رییس ویلي چې دوی به د خپلو دغو خبریالانو د خوشې کېدو لپاره هره ممکنه هڅه وکړي.