د ملګروملتونو غړو هېوادونو له افغانستانه د ترويزم د خپرېدو په اړه اندېښنه ښودلې

طالب جنګيالي

ملګري ملتونه وايي، د دغه بنسټ غړو هېوادونو په‌دې اړه چې له افغانستانه د ټروریزم خپرېدل به په سیمه او تر هغې هاخوا ځایونو کې د ناامنیو سبب شي، خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.

د داعش ډلې د خراسان ولایت څانګې، القاعده شبکې او د هغوی د اړوندو ډلو او افرادو په اړه د ملګروملتونو د بندیزونو د ملاتړ او څار ډلې په څلور-دېرشم راپور کې ویل شوي چې داعش ډله لا هم په سیمه کې یو جدي ګواښ دی.

د راپور له‌مخې پر القاعده شبکې د طالبانو د برلاسۍ له هڅو سره- سره د القاعده او تحریک طالبان پاکستان د اړوندو ډلو ترمنځ نږدې همکاري کولی شي القاعده شبکه له سیمې هاخوا هم په یوه جدي ګواښ بدله کړي.

د طالبانو حکومت لا د دې راپور په اړه تازه څه نه‌دي ویلي، خو مخکې یې په افغانستان کې د القاعده او داعش د حضور خبرونه رد کړي وو.