په هند کې سرتېرو نن پنج شنبه د هغه اوسپنیز پله په جوړولو کې همکارۍ ته ودانګل چې په کریلا ایالت کې د بارانونو او ځمکې ښویېدنې له کبله تر ټولو سختې ځپل شوې سیمې سره نښلوي.
نن درېیمه ورځ ده د دغه طبیعي افت له کبله چې تر اوسه یې په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۷۸ کسان مړه شوي، د ژوندي پاتې شویو کسانو د لټولو عملیات روان دي.
د مړو شمېر ښايي نور هم زیات شي.
د هند په کریلا ایالت کې تېره سهشنبه سخت ورښتونه په ویاند ولسوالۍ کې د غونډیو ښویېدنې سبب شول، چې په ځینو کلیو کې یې ګڼ کورونه لاندې کړل.