د افغاني سرې مياشتې ټولنې له بې‌سرحده ډاکټرانو د همکارۍ غوښتنه کړې

انځور - ارشيف

د افغاني سرې میاشتې ټولنې چې د طالبانو له‌خوا اداره کېږي، د بې‌سرحده ډاکټرانو له ټولنې د بېلابېلو ناروغیو د مخنیوي او د ناروغانو د درملنې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر دولتي اژانس نن لیکلي، چې د سرې میاشتې ټولنې مشر شهاب الدین دلاور دا غوښتنه د بې‌سرحده ډاکټرانو ټولنې د پروګرامونو له مشرې چیکا سویفوی (Chika Suefuji) او ورسره ملګري پلاوي سره په کتنه کې وکړه.

په خبر کې ویل شوي، چې مېرمن چیکا په افغانستان کې د اتو روغتیايي پروژو په باب هم معلومات ورکړل چې دا مهال د بې‌سرحده ډاکټرانو ټولنې له‌خوا په افغانستان کې روانې دي.

په افغانستان کې ګڼ کسان د خپلو ناروغانو د تداوۍ لپاره ګاونډیو هېوادونو ته ځي او شکایت لري چې لا هم په افغانستان کې د معیاري درملنې امکانات نه‌دي برابر شوي.