د افغانستان په سړو سيمو کې د ښوونځيو رخصتي د زمري تر ۲۰مې نېټې وغځول شوه

افغانستان کې د يو ښوونځي انځور

د طالبانو پوهنې وزارت خبر ورکړی، چې په سړو سیمو کې د ګرمۍ د زیاتېدو له کبله د دولتي او خصوصي ښوونځیو رخصتي د زمري/اسد میاشتې تر ۲۰مې نېټې پورې وغځول شوه.

دغه وزارت نن خبر ورکړی، چې په سړو سیمو کې به د ښوونځیو درسونه د زمري پر شلمه نېټه بېرته پیل شي.

د ملګروملتونو د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان څانګې پرون په یوه اطلاعیه کې ویلي، په افغانستان کې د هوا تودېدا په زیاتېدو ده او کورنۍ دې له سختې ګرمۍ د خوندیتوب لپاره ځینې سپارښتنې په پام کې وساتي.

دغه بنسټ له خلکو غوښتي چې په سیوري کې پاتې شي، په سخته ګرمۍ کې له سختو فعالیتونو ډډه وکړي، ماشومان دې په درول شویو موټرو کې نه پرېښودل کېږي او خلک دې د ورځې له ۲ تر ۳ ساعتونو په سړو ځایونو کې پاتې شي، په منظم ډول دې اوبه وڅښي، په سړو اوبو دې ولامبي او نازک کالي دې واغوندي.

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د هوا د تودېدو له کبله د ډول- ډول ساري ناروغیو د خپرېدو خبرونه هم ورکړل شوي او په ځینو ولایتونو کې د برېښنا پرچاوۍ خلکو ته زیاتې ستونزې جوړې کړې دي.