د هوا پېژندنې ادارې په نهه ولايتونو کې د ورښتونو اټکل کړی

انځور - ارشيف

د هواپېژندنې ریاست نن هم د افغانستان په نهه ولایتونو کې د ورښتونو اټکل کړی دی.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې ریاست په یوه اطلاعیه کې لیکلي، په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا او غزني ولایتونو کې به د باران اندازه له ۱۵ تر ۳۰ ملي مټرو پورې وي.

وړاندې لیکل شوي، چې د سالنګونو په ګډون په شمالي، لوېدیځو، جنوبي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو اټکل هم شوی، چې د بادونو سرعت به په یوه ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومټرو پورې وي.