د اسماعيل هنيه د جنازې لمونځ په تهران کې د ايت‌الله علي خامنه‌يي په امامت وشو

د حماس ډلې د وژل شوي مشر اسماعيل هنيه د جنازې مراسم

په تهران کې د حماس ډلې د سیاسي څانګې د مشر اسماعیل هنیه د جنازې لمونځ د ایران د مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي په امامت وشو.

هنیه له خپل یوه ساتونکي صالح العاروري سره پرون سهار په تهران کې په یوه حمله کې چې ایراني چارواکي یې د اسرايیل کار بولي، ووژل شو.

نن په تهران پوهنتون کې د جنازې په لمانځه کې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم ګډون کړی و او د جنازې برخه‌والو د هنیه عکسونه او د فلسطین بیرغونه له ځانونو سره لېږدول.

د هنیه مړی به وروسته د قطر پلازمېنې دوحې ته ولېږدول شي، چې بیا به خاورو ته وسپارل شي.

د ایران رهبر خامنه‌يي د هنیه د وژنې د غچ اخیستو خبرداری ورکړی دی.