امريکا: د سپټمبر د يوولسمې د بريدونو اصلي طراح او دوه همکارانو يې په خپلو جرمونو اعتراف کړی

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې انځور چې په نیویارک کې د یوې برمته شوې الوتکې له غورځېدو وروسته د نړیوال سوداګریز مرکز دویم برج اور واخیست.

د امريکا د دفاع وزارت (پنټاګون) وايي، چې د ٢٠٠١ کال د سپټمبر د يوولسمې د بريدونو اصلي طراح خالد شيخ محمد او د هغه دوو همکارانو په خپلو جرمونو اعتراف کړى دى.

فرانس پریس نن د پنټاګون د یوه چارواکي په حواله چې نوم یې نه‌دی اخیستی، راپور ورکړی چې خالد شیخ محمد او په‌دې قضیه کې دوه نور تورن ولید محمد صالح بن مبارک بن عطاش او مصطفی احمد ادم الحسوي له څارنوالانو سره تفاهم کړی دی.

د دغه تفاهم پر بنسټ دغو دریو کسانو د اعدام پر ځای د عمري بند په بدل کې پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

دا درې کسان په ګوانتانامو زندان کې ساتل کېږي.

په امریکا کې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته چې په پایله کې یې شاوخوا درې زره کسان ووژل شول، امریکا د القاعده شبکې د ځپلو په موخه پر افغانستان برید وکړ او د طالبانو د حکومت د لومړۍ دورې د سقوط لامل شو.