د بریتانیا د کډوالو شورا د هغو افغان کورنیو د بیا یوځای کېدو په اړه د دغه هېواد د حکومت د نوې پرېکړې هرکلی کړی چې یو شمېر یې بریتانیا ته رسېدلي دي.
د دې شورا په وینا، د بریتانیا د حکومت رسمي او لیکلې اعلامیه، چې د جولای په ۳۰مه خپره شوې، ډېر مهم ګام دی، ځکه د هغو افغانانو لپاره چې له افغانستانه د وتلو په ترڅ کې تیت پرک شوي او یو شمېر غړي یې روغ رمټ بریتانیا ته رسېدلي، اوس شرایط برابرېږي چې په بریتانیا کې سره یوځای شي.
د بریتانیا د کډوالو د شورا مشر انور سالومون پرون د جولای په ۳۱ مه وویل: دا اقدام د هرکلي وړ دی.
ده زیاته کړه، دوی په تېرو دریو کلونو کې ډېر کار کړی چې هغه کورنۍ بېرته سره یوځای کړي چې له کابل څخه د ګډوډ لېږد پر مهال جلا شوې وې.