د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، سږ کال د ګمرکي معافیتونو او نورو اسانتیاو له کبله بهر ته د پنبې، مېوو او سبزیجاتو صادرات ډېر شوي دي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد پرون په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې، په ۱۴۰۲ لمریز کال کې افغانستان د نژدې ۱۰ میلیارد ډالرو واردات او صادرات لرلي چې ډېره برخه یې د وارداتو ده.
د ښاغلي زاهد په وینا، تېر کال افغانستان د یو میلیارد او ۸۰۰ میلیون ډالرو صادرات کړي خو په مقابل کې یې د څه باندې ۸ میلیارد ډالرو واردات لرلي دي.
ده وویل چې تېر کال د افغانستان د سکرو صادرات، چې وړم کال یې ارزښت ۵۰۰ میلیون ډالرو ته لوړ شوی و، تېر کال ۱۷۴ میلیون ډالره ته راکښته شو.
پاکستان په وروستي یو کال کې د افغانستان پر ځای له افریقا څخه د سکرو واردات ډېر کړي دي.