د ملګروملتونو د بشري مرستو د تنظیم اداره اوچا وايي، داسې ښکاري چې سږ کال په افغانستان کې د غنمو حاصل تر متوسطې اندازې زیات دی.
د دې ادارې په وینا لندبل، په تېره بیا د مارچ او اپریل د میاشتو ورښتونو د غنمو د حاصل له ښه کېدو سره مرسته کړې ده.
افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د غلې له درکه پر ځان بسیا نهدی او ډېره غله له نورو هېوادونو په تېره بیا قزاقستان څخه واردوي.
په افغانستان کې د تېر کال د ژمي لومړۍ دوې میاشتې وچې وې، خو له حوت میاشتې را پهدې خوا پرلهپسې ورښتونه شوي دی.
که څه هم ورښتونو له حاصلاتو سره مرسته کړې، خو په نتیجه کې سېلونو زرګونه هکتاره کرنیزه ځمکه ویجاړه کړه.