جرمني کې د سوري کډوالو شمېر نژدې يو ميليون ته رسېدلی

يو شمېر سوري کډوال چې جرمني ته رسېدلي

يو شمېر سوري کډوال چې جرمني ته رسېدلي

په جرمني کې له یوې نوې احصایې سره سم، له ۲۰۱۵ م کال څخه د ۲۰۲۳ تر پایه دغه هېواد ته نژدې یو میلیون سوریه والو پناه وړې.

د اروپا د احصایې د مرکز له راپور سره سم اوس له هرو ۲۰ سوریه والو څخه یو يې په جرمني کې اوسي.

په راپور کې د جرمني د استخدام د فدرالي ادارې د معلوماتو پر اساس ویل شوي، سره له‌دې چې سوري کډوالو ژمنې کړې وې چې د جرمني په اقتصاد کې به جذبیږي خو لا هم څه باندې ۵ لکه ۱۳ زره سوري کډوال له حکومت څخه مرسته یا سوسیال اخلي او هغوی چې سوسیال نه اخلي، د کور کرایه او نور امتیازونه لا هم له حکومته ترلاسه کوي.

د جرمني حکومت په ۲۰۲۳ م کال کې پر کډوالو نژدې ۵۰ میلیارد یورو لګولي چې دا د دغه هېواد د بوديجې د پام وړ برخه ده.

د دې احصایې له‌مخې، په دغه هېواد کې د افغان پناه غوښتونکو شمېر هم زیات شوی، تر دې چې په ۲۰۲۳ کې ۴ لکه ۱۹ زره ۴۱۰ تنه ثبت شوي چې د ۲۰۱۴ کال شپږ برابره دي.

د دغو افغانانو نژدې نیمايي له حکومت څخه سوسیال اخلي او لوی اکثریت یې د دولت په مرستو ژوند کوي.