کرکټ بورډ له نيوزيلنډ او جنوبي افريقا سره د سياليو نېټې په ډاګه کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبغاړي

د افغانستان کرکټ بور‌ډ د ملي لوبډلې او تر نولس کلونو د کشرې لوبډلې د مسابقو نېټې او ځایونه اعلان کړل.

کرکټ بورډ پرون (چهارشنبې) وویل، په سپټمبر کې به د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له نیوزیلنډ سره ټیست لوبه وکړي او ورپسې به له جنوبي افریقا سره په درو یو ورځنیو سیالیو کې مخامخ شي.

دا سیالۍ به د سپټمبر له اتلسمې تر ۲۲ پورې په جنوبي افریقا کې وشي.

له‌دې سیالیو وروسته ټاکل شوې ده چې د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو د کرکټ تر نولس کلونو کشرې لوبډلې درې اړخیزې مسابقې وکړي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو پر اساس، دا درې اړخیزې سیالۍ به په متحده عربي اماراتو کې د نوومبر په ۱۳ نېټه پیل او په ۲۶ پای ته ورسیږي.

د دې سیالیو یو هدف د ۲۰۲۴ د اسیا جام سیالیو ته تیاري ښوول شوې.

په پام کې ده چې له پاکستان او متحده عربي اماراتو سره د افغانستان تر نولس کلونو کشره لوبډله څلور سیالۍ وکړي او لومړۍ مسابقه به یې د نوومبر په ۱۵ مه له پاکستان سره وي.