اسراییل د اسماعیل هنیه د وژل کېدو په اړه د خپلې فېسبوک‌پاڼې پوسټ بېرته حذف کړی

د حماس د سیاسي‌ دفتر مشر اسماعیل هنیه

د اسراییل د دولت د رسنیو دفتر د حماس د سیاسي‌ دفتر د مشر اسماعیل هنیه د وژل کېدو په اړه د خپلې فېسبوک‌پاڼې پوسټ بېرته حذف کړی دی.

دغه دفتر نن چهارشنبه پر خپله فېسبوک‌پاڼه د اسماعیل هنیه یو انځور خپور کړی او پر تڼده یې ورته د ټاپي په بڼه لیکلي: "هغه له منځه ولاړ."

د راپورونو له مخې دغه پوسټ بېرته لرې شوی، خو لامل یې لا معلوم نه دی او تر حذفېدو مخکې پر بېلابېلو اژانسونو خپور شوی دی.

د دغه دفتر په پوست کې بې له دې چې پر هنیه د برید څرنګوالي ته اشاره وشي لیکل شوي وو چې هنیه په تهران کې تر برید لاندې راغلی دی.

دا د اسراییل له خوا د هنیه د وژل کېدو په اړه تازه رسمي غبرګون و.

حماس چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، له وړاندې د برید پړه پر اسراییل ور اچولې او د غچ اخیستنې ګواښ یې کړی دی.