د حماس يو لوړپوړي چارواکي ويلي، د اسماعيل هنيه وژنه به بې‌ځوابه پاتې نه‌شي

اسماعيل هنيه

د حماس یو لوړپوړی چارواکی وايي، د دې ډلې د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه وژنه به بې‌ځوابه پاتې نه‌شي.

د حماس د سیاسي دفتر یوه غړي موسی ابو مرزوق په يوه اعلاميه کې د اسماعیل هنیه وژنه یو بزدلانه عمل بللی دی.

حماس د امریکا متحده‌ایالاتو او اروپايي ټولنې له‌خوا د یو ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېږي.

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک نن په تهران کې د اسماعیل هنیه د وژنې خبر ورکړ.

د سپاه پاسداران له‌خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې په تهران کې د اسماعیل هنیه پر استوګنځي برید شوی او د دې پېښې په پایله کې نوموړی او د هغه یو ساتونکی وژل شوي دي.

په اعلاميه کې د دې پېښې تړاو نور څه نه‌دي ويل شوي، خو ويلي دي چې د پېښې په اړه نور معلومات به وروسته په ډاګه شي.

له‌دې پېښې یوه ورځ مخکې ښاغلی هنیه په تهران کې د ایران د ولسمشر مسعود پزشکيان د لوړې په مراسمو کې له هغه او د ايران له مذهبي مشر ايت‌الله علي خامنه‌يي سره وکتل.

اسراییلو تر اوسه اسماعيل هنيه د وژنې په اړه څه نه‌دي ویلي، خو اسراییلي پوځ تېره شپه اعلان وکړ، چې په بيروت کې يې د لبنان د حزب‌الله ډلې يو وتلی قوماندان فواد شکر په هوايي بريد کې وژلی دی.