رينا اميري طالبان د جنسیت پر اساس د ښځو په تعقیب او نیولو تورن کړل

رينا اميري

د افغانستان د نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې طالبان د جنسیت په اساس د ښځو په تعقیب او نیولو تورن کړل.

رینا امیري په هغه غونډه کې چې پرون د امریکا د استازو جرګې د بشري حقونو کمېسیون په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه د بحث لپاره رابللې وه، د وینا پرمهال هغو محدودیتونو ته چې په افغانستان کې د ښځو پر تعلیم، کار او تګ راتګ لګېدلي دي اشاره وکړه.

نوموړې وویل هغه کسان چې د طالبانو له‌دې پالیسیو سره مخالفت کوي، د هغو کورنۍ د طالبانو له‌خوا د ګواښل کېدو، لادرکه کېدو او نیول کېدو له خطر سره مخامخ کېږي.

په پرونۍ غونډه کې د ښځو د حقونو فعالې وحیدې امیري، د بښنې نړیوال سازمان څېړونکې میترا مهران او همداراز د بشري حقونو د څار په سازمان کې د ښځو د برخې مرستیالې هیدر بار هم د افغان مېرمنو د وضعیت په اړه خپل د سترګو لیدلی حال بیان کړ.

د کانګرس د بشري حقونو کمېسیون له‌دې مېرمنو غوښتي و، چې په افغانستان کې د ښځو د بشري حقونو وضعیت ورته بیان کړي او د راتلونکو اقداماتو لپاره سپارښتنې کانګرس ته واوروي.