امريکا د ايران ډرون پروګرامونو کې پر لاس لرونکو شرکتونو بنديزونه ولګول

د امريکا بيرغ

د امریکا د خزانې وزارت پر هغو کسانو او ادارو بندیزونه ولګول چې د ایران د توغندیو او ډرون په پروګرامونو کې لاس لري.

د دغه وزارت له خبرپاڼې سره سم، په دغو بندیزونو کې د ایران، چین او هانګ کانګ پنځه کسان او اووه شرکتونه په نښه شوي دي.

په بیان کې راغلي چې دغو کسانو او شرکتونو د ایران د راکټي او ډرون پروګرامونو لپاره د مهمو برخو په برابرولو کې همکاري کړې ده.

نوي بندیزونه په امریکا کې د دغو کسانو او شرکتونو شتمنۍ کنګلوي او له هغوی سره هر ډول راکړه ورکړه منع کوي.

دا نوي بندیزونه په‌داسې حال کې لګول شوي چې مسعود پزشکیان پرون د ایران د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړه.