طالبانو د اسلامي همکارۍ له سازمان په زړه سوريو ماشومانو لپاره د روغتون جوړېدو غوښتنه کړې

د اسلامي همکارۍ د سازمان لوګو

د افغاني سره میاشت ټولنې طالب مشر شهاب‌الدین دلاور د اسلامي همکارۍ سازمان له سفیر محمدسعید العیاش سره په کتنه کې له دغه سازمانه وغوښتل چې، په زړه سوریو ماشومانو د درملنې لپاره په افغانستان کې یو روغتون جوړ کړي.

اکثره افغان ماشومان چې زړونه یې سوري وي، د درملنې لپاره جرمني ته وړل کېږي.

د سره میاشت ټولنې پرون (سه‌شنبې) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، مولوی دلاور د اسلامي همکارۍ سازمان له سفیره همداراز وغوښتل چې له‌دې ټولنې سره د طبي وسایلو اوخېمو مرسته وکړي.

د خبرپاڼې پر اساس، د اسلامي همکارۍ سازمان سفیر د همکارۍ ژمنه وکړه.

د افغاني سره میاشت ټولنه وايي، چې تېر کال یې ۳ زره ماشومان، چې زړونه یې سوري وو، ثبت کړي دي.