لوګزامبورګ سږ کال د ډېری افغان پناه غوښتونکو غوښتن‌ليکونه رد کړي

يو شمېر افغان کډوال، انځور - ارشيف

د لوګزامبورګ د کورنیو چارو وزیر وايي، سږ کال یې د تېرو کلونو پرتله د افغان پناه غوښتونکو ډېر غوښتن‌لیکونه رد کړي دي.

د لوګزامبورګ رسنیو پرون (سه‌شنبې) وویل، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر لیون ګلودین د پارلمان د غړیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې یې سږ کال نسبتاً ډېر افغان پناه غوښتونکي رد کړي، وویل، په افغانستان کې د ۲۰۲۱ م کال یعنې د هغه مهال پرتله چې طالبان تازه واک ته ورسېدل، شرایط بدل شوي، اوس وسله‌واله جګړه نه‌شته او د هر چا ژوند له خطر سره مخامخ نه‌دی.

ده زیاته کړه، سږ کال ۶۵ افغانانو په لوګزامبورګ کې د پناه غوښتنې کړې وې چې تر اوسه پورې د ۴۹ تنو غوښتن‌لیکونه منل شوي، ۱۳ رد شوي دي، او درې تنه نورو هېوادونو ته استول شوي دي.

دا په‌داسي حال کې ده چې په ۲۰۲۳ کې له ۱۲۴ تنو څخه د ۹۰ تنو غوښتنلیکونه تایید شوي وو.