د بریتانیا په شمال لوېدیځ کې د پروني برید پر مهال ټپي شوې درېیمې ماشومې هم سا ورکړه

د بریتانیا په شمال لوېدیځ ښار سوَت پورت کې د پرونۍ پېښې سیمه

د بریتانیا پولیس وايي چې په شمال لوېدیځ ښار سوَت پورت کې د پروني برید پرمهال ټپي شوې درېیمې ماشومې هم نن په روغتون کې سا ورکړه.

د یوګا د زده‌کړې پر یو ټولګي د چړې په وسیله د دې برید په پایله کې دوه نجونې چې یوه شپږ کلنه او بله اوه کلنه وه، پرون مړې شوې، درېیمې نجلۍ چې نهه کلنه وه نن سا ورکړه او د نورو پنځو ټپي ماشومانو او دوو لویانو وضعیت نازک بلل شوی دی.

پولیس په دې برید له مشکوک اولس کلن تورن څخه تحقیقات کوي او هڅه کوي چې د دې برید علت معلوم کړي.