افغان جودو کار محمد صمیم فیض‌زاده د المپیک له لوبو ووت

صمیم فیض زاده

افغان جودو کار محمد صمیم فیض‌زاد نن د پاریس د دوبي د المپیک په لوبو کې د خپل اتریشي سیال ویچد بورکاشویلي پر وړاندې ماتې وخوړه او په دې توګه د سږني المپیک له لوبو څخه ووت.

په روان المپیک کې شپږو افغان ورزشکارانو په ۴ ورزشي څانګو کې ګډون کړی چې درې هلکان او درې نجونې دي.

یولدوز هاشمي پر سړک د بایسکل ځغلولو په سیالۍ کې د ۳۵ بایسکل ځغلوونکو په منځ کې ۲۶م مقام خپل کړ او خور یې فریبا هاشمي به د راروانې یکشنبې په ورځ د بایسکل ځغلولو په بله سیالي کې ګډون وکړي.

د پاریس المپیک لوبې د جولای په ۲۶ مه پیل شوې او د اګست په ۱۱ به پای ته ورسېږي.