ګوادر بندري ښار کې د پرلت دوام؛ معترضان: پولیس د سوله‌ییزو لاریونوالو مخه نیسي

په ګوادر کې د روان پرلت یو انځور

بلوڅ معترضانو په ګوادر بندري ښار کې د خپل پرلت په دوام نن د یوې ویډیو په خپرولو سره وویل چې د خوضدار ښار چارواکو د یو زیات شمېر پولیسو په ځای پرځای کولو سره د سوله‌ییزو لاریونوالو مخه نیسي.

بلوڅ فعالانو د خپلو نورو ملګرو د نیول کېدو پر احتمال اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دولتي ځواکونو معترضانو ته ګواښ کړی چې که پرلت ته دوام ورکړي نو پړه به وبلل شي.

د بلوڅ پرلتوالو په وینا امنیتي ځواکونو د ځپونکو اقداماتو په ترڅ کې د دوی ګڼ شمېر مشران نیولي، خو د پاکستان پوځ بیا پر پرلتوالو د یوه سرتېري د وژنې تور لګولی.

پوځ پرون په یوه بیان کې ادعا وکړه چې معترضانو د ګوادر د امنیتي ساتونکو پر وړاندې له تشدد څخه کار واخیست، یوتن یې وواژه او ۱۶ نور یې ټپیان کړل، خو د پېښې د څرنګوالي په اړه یې جزییات نه دي ورکړي.

ماهرنګ بلوچ چې د دې اعتراضونو مشري کوي، پرون په یوه ویډیويي وینا کې دولت په ناسمو تبلیغاتو تورن کړ او ویې ویل چې امنیتي ځواکونو د سوله‌ییزو معترضانو پر وړاندې له تشدد څخه کار واخیست.

د مېرمن بلوڅ په وینا تراوسه اته زره تنه معترضان نیول شوي او په ګوادر ښار کې له څلورو ورځو راهیسې ګرځبندیز نافذ دی.

بلوڅ فعالانو مخکې ادعا کړې وه چې د امنیتي ځواکونو په ډزو دوه معترضان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي، خو دا ادعا د بلوچستان ایالت چارواکو رد کړه.

معترضان له اسلام آباد څخه غواړي چې د بلوڅ فعالانو د جبري لادرکه کولو مخه ونیسي.