طالبانو په يو شمېر هېوادونو کې قونسلي خدمات بې‌اعتباره اعلان کړل

د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هغه قونسلي خدمات چې په بهر کې د افغانستان د یوشمېر ډيپلوماتیکو استازولیو له خوا افغانانو ته وړاندې کېږي بې اعتباره اعلان کړي دي.

د دې وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد نن پر ایکس شبکې په یو ویډیويي پیغام کې وویل چې د طالبانو حکومت د دې حقوقي اسنادو پر وړاندې هېڅ راز مسوولیت نه لري.

ضیااحمد وايي چې په بهر کې دېره افغانان کولای شي د قونسلي خدماتو لپاره په نورو هېوادونو کې د افغانستان سیاسي استازولیو ته مراجعه وکړي.

په بلجیم، اروپايي ټولنه او ناټو کې د جمهوریت د مهال سفیر نظیف الله سالارزي پر خپله ایکسپاڼه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه بې اعتباره بللې او لیکلي یې دي چې په بلجیم او د اروپايي تولنې په ټولو غړو هېوادونو کې د افغانستان په استازولیو کې قونسلي خدمات د پخوا په څېر دوام لري.

د نړۍ هېڅ هېواد تراوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او د سیمې له څو هېوادونو پرته په اروپايي ټولنه او نورو هېوادونو کې د افغانستان ډېری سیاسي استازولۍ د پرځېدلي جمهوري نظام د ډیپلوماتانو په لاس کې دي.