ټاکل شوې مسعود پزشکيان نن د ايران د ولسمشر په توګه لوړه وکړي

مسعود پزشکیان

تمه ده چې مسعود پزشکیان نن د ایران د نوي ولسمشر په توګه په پارلمان کې لوړه وکړي.

پزشکیان د جولای په ۳۰مه د ولسمشرۍ د انتخاباتو ګټونکی اعلان شو.

نننیو مراسمو ته د طالبانو د حکومت د پلاوي په ګډون د یوشمېر هېوادو استازي هم بلل شوي دي.

د ایران لوی مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي د یک‌شنبې په ورځ پزشکیان رسما د نوي ولسمشر په توګه تایید کړ او لارښوونه یې ورته وکړه چې د لوېدیځ پرتله د ایران له ګاونډیانو سره د اړیکو پر جوړولو تمرکز وکړي.

پزشکیان مخکې له لوېدیځو هېوادونو سره د اړیکو جوړولو ته لېوالتیا ښودلې وه.

د زړه جراح ۶۹ کلن پزشکیان د معتدلو اصلاح غوښتونکو له ډلې دی چې، د جولای په پنځمه یې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم پړاو کې بنسټپال کاندید سعید جلیلي ته ماتې ورکړه.