يونېسف: سېلابونو په افغانستان او يو شمېر هېوادونو کې ماشومان له خطر سره مخ کړي

د سېلاب‌ځپيلو ماشومانو يو انځور

له ماشومانو سره د مرستې نړیوال صندوق یونېسف وايي، په افغانستان، بنګله‌دېش، هند او نیپال کې وروستیو بارانونو او سېلونو د شاوخوا شپږ میلیون ماشومانو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی.

د ملګروملتونو دې ادارې په‌دې هېوادونو کې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د سمدستي اقداماتو غوښتنه کړې.

د یونېسف د جنوبي اسیا د څانګې مشر سنجې ویجي سیکارا د بارانونو او سېلونو په نتیجه کې د دې کوچنیانو او تنکیو ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.

نوموړی وايي، د هغو مصیبت‌ځپلو ماشومانو او د هغوی د کورنیو د روغتیا او خوندیتوب لپاره اندېښنه لري چې، د سېلونو په نتیجه کې بې‌کوره شوي دي او د بقا لپاره هڅه کوي.

یونېسف په عین حال کې له ماشومانو سره د سیمې په کچه د بېړنۍ مرستې لپاره د ۹،۳ میلیون ډالره بسپنې غوښتنه کړې ده.

د چنګاښ میاشتې په پای کې په ختیځ ولایت ننګرهار کې له سېلابونو وروسته د ماشومانو د ساتنې موسسې سېف دې چلدرن وویل، په افغانستان کې شاوخوا ۱۵۰۰ ماشومان بې‌کوره شوې دي.