د المپيک سيالۍ؛ نن افغان لوبغاړی محمدصميم فيض‌زاده له خپل اتريشي سيال سره مخامخ کېږي

انځور - ارشيف

د پاریس د المپیک په سیالیو کې د افغانستان د جودو د لوبډلې غړی محمدصمیم فیض‌زاد نن له خپل اتریشي سیال ویچد بورکاشویلي سره مخامخ کېږي.

د پاریس د اوړي المپیک په څلورو ورزشي سیالیو کې له افغانستان څخه شپږو ورزشکارانو ګډون کړی چې درې یې هلکان او درې نورې یې نجونې دي.

یولدوز هاشمي د پاریس د المپیک په لوبو کې د سړک د بایسکل ځغلولو په برخه کې د ۳۵ بایسکل ځغلونکو په منځ کې ۲۶م مقام خپل کړ.

د پاریس اولمپیک لوبې د جولای په ۲۶ مه پیل شوې او د اګست په ۱۱ به پای ته ورسیږي.