وينزويلا کې خلکو د ولسمشر نيکولاس مادورو پر ضد مظاهره کړې

وينزويلا کې د خلکو اعتراضونه

د وینزویلا امنیتي ځواکونو د جولای په ۲۹مه د مظاهره‌چیانو پر ضد اوښکې بهونکی ګاز وکاروه.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له‌مخې دا اعتراضونه وروسته له هغه کېږي چې ولسمشر نیکولاس مادورو په انتخاباتو کې د بریا ادعا وکړه.

لاریون کوونکو د مادورو ادعا ننګولې ده.

د مادورو سیاسي مخالفینو هم اعتراضونه کړي دي.

په زرګونو خلک د وینزویلا په پلازمېنه کاراکاس کې لارو کوڅو ته راووتل او د "ازادۍ، ازادۍ" شعارونه یې ورکول او ويل یې چې حکومت سقوط کوي.

یو شمېر مظاهره‌چیانو د مادورو د کمپاین پوسټرونه له سړکونو څخه را وایستل او اور یې ورته واچاوه.

د ملي ګارد غړو هم پر مظاهره‌کوونکو اوښکې بهوونکی ګاز وکارول.

یو شمېر اعتراض کوونکو پر امنیتي ځواکونو ډبرې هم وویشتلې.

تر لاریونونو مخکې ۶۱ کلن مادورو د ملي ټاکنو شورا په غونډه کې ګډون وکړ، چېرې چې د ولسمشر په توګه د هغه دریم ځل بیا ټاکل کېدل تایید شول.

نوموړي د ټاکنو د پايلو په اړه د نړيوالو نيوکې او شکونه رد کړل او ادعا يې وکړه چې مخالفان د کودتا هڅه کوي.