امريکا له اوکراين سره د ۱،۷ ميليادر ډالرو نوې مرسته اعلان کړه

اوکراين سره د امريکا د پوځي تجهيزاتو مرسته، انځور - ارشيف

متحده‌ایالاتو پرون له اوکراین سره د ۱،۷ میلیارد ډالرو نوې مرسته اعلان کړه.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي یوې خبري غونډه ته وویل، د بایډن د ادارې په مرسته کې د ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د هوايي مدافعې د کشف وسایل، د هوايي دفاع د تجهیزاتو، توپ، هاوان او جاولین ډوله ټانکونو مهمات شامل دي.

همداراز پنټاګون د امنیتي مرستو د صندوق له لارې هم اوکراین ته ۱،۵ میلیارد ډالره مرسته ځانګړې کړې ده.

ښاغلي کربي وویل چې دا مرسته به له لیرې واټن څخه د اور او د ټانک ضد وسلو په برخو کې د اوکراین وړتیا زیاته کړي.

د پیو Pew د تحقیقاتي مرکز د پروني راپور له‌مخې د امریکا له نیمايي ډېر وګړي د اوکراین د جګړې د اوږدېدو او د دې جګړې د لګښتونو له پلوه اندېښمن دي.

د دې مرکز د یوې نظرپوښتنې له‌مخې په کانګرس کې د اوکراین له جګړې څخه د دواړو ګوندونو له ملاتړ سره سره د امریکا خلک د مرستو د هغې کچې په اړه چې واشنګټن یې باید په غاړه واخلي، د نظر اختلاف لري.