قزاقستان افغانستان او پاکستان ته د غنمو د صادرولو خبر ورکړی

انځور - ارشيف

راپورونه وايي چې قزاقستان غواړي افغانستان او پاکستان ته غنم صادر کړي.

پاکستاني رسنیو د قزاقستان د سیمه‌يیزو رسنیو له قوله خبر ورکړی چې، په پام کې ده دا غنم د ترکمنستان له لارې افغانستان او پاکستان ته صادر شي.

د سیمه‌يیزو رسنیو د راپورونو له‌مخې د قزاقستان په پلان کې د قزاقستان او ترکمنستان په سرحد کې د غنمو د زېرمه کولو لپاره د تاسیساتو او د لوژستیکي لارو رغول هم شامل دي.

د خبر له‌مخې تېره اوونۍ د طالبانو د حکومت او د ترکمنستان او ازبکستان پلاوو د منګیستاو په نوم د قزاقستان او ترکمنستان پر پوله هغې پرتې سیمې ته سفر وکړ چې د غنمو لویې زېرمې په‌کې دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه له قزاقستان څخه افغانستان ته د غنمو د صادراتو د دې پلان په اړه څه نه‌دي ویلي.