د امریکا د بهرنیو چارو وزارت امریکایانو ته خبرداری ورکړی چې افغانستان ته دې سفر نهکوي.
د بهرنیوچارو وزارت په یوه بیان کې چې پرون خپور شو ویلي دي، په افغانستان کې د تروریستي حملو، بې دلیله نیونو، ناارامیو، اختطاف او نورو جنایتونو احتمال شته نو ځکه دې امریکایان هلته نهځي.
په بیان کې راغلي دي، په افغانستان کې ګڼې تروریستي ډلې فعالې دي او کېدای شي امریکايي وګړي وتښتول شي یا برمته شي.
په بیان کې دا یادونه هم شوې چې طالبانو د نړیوالو خیریه ټولنو کارکوونکي ځورولي او ځینې یې نیولي دي، خو په بیان کې پهدې اړه نور جزییات نهدي ورکړل شوي.
د بهرنیوچارو وزارت ټینګار کړی چې امریکايي وګړي دې متحدهایالاتو ته د خپلو کورنیو د غړو د راوستلو په ګډون په هيڅ دلیل هم افغانستان ته نهځي.
د طالبانو حکومت تایید کړې ده چې یو شمېر امریکايي وګړي د دوی په زندانونو کې شته، خو پهدې اړه چې دا کسان څه وخت او په کوم دلیل نیول شوي تر اوسه کره معلومات نهدي ورکړل شوي.
د امریکا د بهرنیوچارو وزارت د جولای په ۱۳مه واشنګټن اګزمینر ورځپاڼې ته تایید کړه چې دا مهال د جورج ګلیزمن، محمود حبیبي او رایان کوربت په نومونو درې امریکايي وګړي د طالبانو په بند کې دي.