د فرانسې د کورنیو چارو وزیر جیرالد درمانین نن دوشنبې (د اسد ۸ مه) ويلي، یو کیڼ اړخی فعال د فرانسې د چټک ریل شبکې د سبوتاژ برید په تړاو نیول شوی دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور لهمخې، د فرانسې د ریلګاډي پر شبکې له ویجاړونکي برید په تړاو دا لومړنی کس دیچې نیول کېږي.
د تېرې جمعې په ورځ د پاریس د اولمپیک لوبو د پرانيستلو پر مهال د دغه هېواد د ریلګاډي پر شبکې برید وشو.
د فرانسې د ریلګاډي دولتي شرکت ویلي چې، دا اقدامات د ریلګاډو په تګ راتګ کې پراخه ګډوډي رامنځته کړه.