په افغانستان کې د اړتیاوو او اوسني بحران د حل لپاره د همغږۍ د هڅو پر اهمیت ټینګار شوی

ارشیف: له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال

د بشري مرستو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر یا اوچا د عملیاتي څانګې مشر ادم وسورنو په افغانستان کې د اوسنیو اړتیاوو او اوسني بحران د حل لپاره د همغږۍ د هڅو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

هغه د بشري ناورین، په تېره بیا د اقلیمي بدلون او له ایران او پاکستان څخه د کډوالو د راستنیدو له امله رامنځته شویو بحرانونو ته په پام په دې برخه کې هڅې مهمې بولي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر پرون یکشنبه د جولای ۲۸مه له افغانستان سره د مرستو د وضعیت په اړه یو راپور خپور کړ او ویې ویل چې په وروستیو میاشتو کې له ایران او پاکستانه د راستنو شویو افغانانو په شمېر کې له زیاتوالي سره کړکېچ ډېر شوی دی.

په راپور همداراز ویل شوي چې د هوا د تودېدو، پر له‌پسې وچکالیو، د اوبو د کمښت په شمول چاپېریالي ننګونو او په عین حال کې بیا سېلابونو د زرګونو افغانانو ژوند اغېزمن کړی دی.

د اوچا په وینا نژدې ۲۴ میلیونه افغانان مرستوته اړتیا لري.