د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالي کې تېره شپه په یوه ترافیکي پېښه کې ۸ کسان مړه شوي دي.
ځايي طالب چارواکو نن رسنیو ته ویلي چې پېښه د ادرسکن ولسوالي په خاجوري سیمه کې هغه مهال وشوه چې د سپرلیو موټر له یوه بار وړونکي موټر سره ټکر شو.
د دې پېښې په قربانیانو کې درې ماشومان او یوه ښځه شامل دي.
په افغانستان کې په وروستیو کې ترافیکي پېښې ډېرې شوي دي.
د اکثرو ترافیکي پېښو علت د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د لارو خرابوالی ښودل کېږي.