اخندزاده یوځل بیا د امیر په اطاعت او له اختلافه د طالبانو په ځان ساتلو ټینګار کړی

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده په غور ولایت کې یوې غونډې ته د نورو مسئلو ترڅنګ یوځل بیا د امیر په اطاعت او له اختلاف څخه د طالبانو په ځان ساتلو ټینګار کړی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره شپه پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې اخندزاده د غور له ولایتي مسوولانو سره په غونډه کې د هغوی ستونزې هم اورېدلي، خو دا ستونزې مشخصې شوې نه دي.

د طالبانو مشر تراوسه هم په عام محضر کې لیدل شوی نه دیږ

هغه داسې مهال د اختلافاتو په له‌منځه وړلو او یووالي ټینګار کوي چې دوه اوونۍ وروسته یې د حکومت درې کاله پوره کېږي، خو هېڅ هېواد لا په رسمیت نه دي پېژندلی.

تر دې وړاندې یو شمېر لوړپوړو طالب چارواکو له هغې ډلې د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني او د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شیر محمد عباس ستانکزي د هبت‌الله اخوندزاده پر یو شمېر تګلارو او فرمانونو نیوکې کړې دي.