د ترکیې پارلمان د میلیونونو کوڅه ډبو سپیو د مخنیوي قانون په تړاو بحث پیل کړ

د ترکیې د پارلمان د عمومي غونډې انځور

د ترکیې پارلمان پرون د هغه قانون په اړه چې په دې هېواد کې د میلیونونه کوڅه ډبو سپیو د مخنیوي سپارښتنه کوي بحث پیل کړ.

د دې قانون مخالفان وايي چې د دې قانون تطبیق به د خورا ډېرو سپیو د اسانه مرګ سبب شي.

په ترکیه کې د لېوني سپي د مواردو زیاتېدو په خاص ډول حکومت اندېښمن کړی دی.

ولسمشر رجب طیب اردوغان د دې بحث له پیلېدو مخکې وویل، ترکیه له داسې ستونزې سره مخامخ ده چې ساری یې د نړۍ په بل هېڅ متمدن هېواد نه لیدل کېږي.

د حکومت د اټکل له مخې دا مهال په ترکیه کې شاوخوا څلور میلیونه کوڅه ډب سپي شته او په دې اړه د قانون لایحه چې د څو ورځو لپاره به بحثونه پرې وشي د ناروغو او هغو کوڅه ډبو سپیو وژنې ته اجازه ورکوي چې منفي چلند لري.

همداراز دا لایحه سپارښتنه کوي چې د کورنیو سپیو د پریښودو جریمه دې ۳۰ ځلې یعنې ۶۰ زرو لیرې(۱۸۰۰ ډالرو) ته لوړه شي.