په ایران کې تېره اوونۍ یوځل بیا پر لسګونه کسانو د اعدام حکم تطبیق شوی

ارشیف

په ایران کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو پرمهال په اعدامونو کې له یوې لنډې وقفې وروسته تېره اوونۍ یوځل بیا پر لسګونه کسانو د اعدام حکم تطبیق شوی دی.

په بهر کې دېره د ایران د بشري حقونو د ډلو د راپورونو له مخې لږترلږه دېرش تنه بندیان چې د قتل او مخدروموادو د قاچاق په قضیو کې محکوم شوي وو، د جولای د شلمې او اوه ویشتمې ترمنځ په بېلابېلو زندانونو کې اعدام شوي دي.

د بشري حقونو فعالان وايي چې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د اعدامونو په شمېر کې کموالی راغلی چې علت یې د ولسمشرۍ انتخابات ګڼل کېږي.

د ایران د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د پارلمان اصلاح غوښتونکی غړی، مسعود پزشکیان بریالی شو او پرون د لوی مذهبي مشر آیت‌الله علي خامنه یی له تایید وروسته یې رسماً په کار پیل وکړ.