د پاریس المپیکي لوبو دوام؛ افغان جودوکار صمیم فیض‌زاده له خپل اتریشي سیال سره سیالي لري

ارشیف

ټاکل شوې چې د پاریس د المپیکي لوبو په دوام افغان جودوکار صمیم فیض زاده له خپل اتریشي سیال واچیدبورچا شویلي سره مخامخ شي.

دا لوبه سبا ماسپښین مهال په پام کې ده.

فیض زاده د هغو شپږو افغان ورزشکارانو له ډلې دی چې د سږني دوبي په المپیک لوبو کې ګډون کوي.

له دې مخکې د شنبې په ورځ افغانې بایسکل ځغلوونکې یولدوز هاشمي د ۳۴ لوبغاړو په منځ کې ۲۶ مقام خپل کړ.

د یولدوز خور فریباهاشمي به د یکشنبې په ورځ د بایسکل ځغلولو په یوه بله سیالي کې ګډون وکړي.

په سږني المپیک کې درېیو ښځینه او دریو نارینه افغان لوبغاړو ګډون کړی، خو د طالبانو حکومت ویلی دي چې افغانې ښځینه لوبغاړې په رسمیت نه پېژني.

طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته په تېرو درېیو کلونو کې د ښځو پر سپورټ بندیز لګولی دی.