د ملي مقاومت جبهې په هرات کې د دوو جګپوړو طالب مشرانو د وژلو ادعا کړې

د هرات ولایت یوه څنډه کې طالب وسله‌وال

د ملي مقاومت د جبهې په نوم د طالبانو مخالفه ډله ادعا کوي چې په هرات ولایت کې یې د طالبانو دوه جګپوړي مشران په یوه برید کې وژلي دي.

دې ډلې په یوه بیان کې چې پرون خپور شو، ویلي چې د یکشنبې ورځې په سهار یې د اسلام کلا، هرات د لویې لارې په اوږدو کې د پوځي عملیاتو پر مهال د طالبانو د سرحدي کنډک د درستیزوال موټر په نښه کړ.

په بیان کې راغلي چې په دې برید کې د څلورمې سرحدي لوا د اووم کنډک درستیزوال نثاراحمد عمري او د دې کنډک د ټولي مرستیال حافظ احسان‌الله حقاني وژل شوي دي.

خپلواکو سرچینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او ازادي راډیو هم دا خبر په خپلواک ډول نه شی تاییدولای.

طالبان عموماً د دې ادعاوو په اړه تبصره نه کوي.