د افغانستان په ځینو سیمو کې د درنو بارانونو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی

ارشیف: په لغمان کې له دې مخکې بارانونو او سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي دي.

د افغانستان د هواپېژندنې ادارې له نن څخه د هېواد په ځینو سیمو کې د درنو بارانونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت پرون پر خپله ویبپاڼه په یو بیان کې ویلي چې په پنجشېر، لوګر، میدان وردګو، غزني، کونړ، لغمان، خوست، پکتیا، پکتیکا، زابل، کندهار او ځینو نورو ولایتونو کې د سختو بارانونو، د اوبو د سطحې د لوړېدو او په نتیجه کې یې د سېلابونو د راوتلو اټکل کېږي.

په بیان کې راغلي چې دا حالت به د زمري یا اسد تر لسمې پورې دوام وکړي.

په تېرو دوو اونیو کې د سختو بارانونو، سیلیو او سېلابونو په نتیجه کې له اویا زیات کسان مړه او سلګونه نور تپیان شول.

په تېرو میاشتو کې په افغانستان کې سخت بارانونه وشول او په نتیجه کې سېلابونه راووتل چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې خلکو ته درانه انساني او مالي زیانونه واړول.