د ايران ولسمشر نن د مذهبي مشر ايت‌الله علي خامنه‌يي څخه د ولسمشرۍ تصديق ترلاسه کړ

د تصديق د ترلاسه کولو مراسم

د ایران نوي ټاکل شوي ولسمشر مسعود پزشکیان نن د مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي څخه د ولسمشرۍ تصدیق ترلاسه کړ.

نوموړي ته د دغه تصدیق د ورکړې دا رسمي مراسم نن یک‌شنبه په تهران کې ‌د امام خمیني په جومات کې جوړ شوي وو.

ټاکل شوې چې پزشکیان دوه ورځې وروسته، د جولای په دېرشمه په پارلمان کې د لوړې مراسم ترسره کړي.

پزشکیان چې یو منځ‌لاری سیاستوال بلل کېږي، د همدې جولای میاشتې په سر کې د ټولټاکنو په دویم پړاو کې خپل سخت دریځه سیال سعید جلیلي ته ماتې ورکړه.

په ایران کې له وخته مخکې دغه ټاکنې وروسته له هغه ترسره شوې چې، تېره مې میاشته کې يې ولسمشر ابراهیم رییسي او د کابینې یوشمېر غړي د هلي‌کاپټرې د لوېدو په پېښه کې مړه شول.