کورمه کې د ځمکې پر سر نښته کې د وژل شويو شمېر ۳۵ تنو ته ورسېد

په کورمه کې د پاکستاني پولیسو د ګزمې کاروان

د خیبرپښتونخوا په کورمه کې د شيعه او سنیانو ترمنځ د ځمکې پر سر نښته کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۵ تنو ته ورسېده.

په سیمه کې د ازادي راډیو د مشال برخې خبریال طارق اورکزی وايي، د سیمې د پولیسو هغه راپور يې ترلاسه کړی چې په‌کې ویل شوي، د نښتې له پیل راهیسې تراوسه ۳۵ کسان وژل شوي او ۱۶۶ نور ټپیان دي.

د ځمکې پر سر دا لانجه د جولای په ۲۴مه د کورمې په بوشهره سیمه کې د مدګي او ملي‌خېلو کلیو ترمنځ هغه مهال پیل شوه، چې د ۷۰ جریبه انتقالي ځمکې پر سر د لانجې هوارولو لپاره جرګه راټول شوي وو.

سیمې ته له هنګو ورغلې جرګه چې قومي مشران، امنیتي او انتظامي چارواکې په‌کې شامل دي د اوربند هڅې کوي.

په کورمه کې د شیعه او سنیانو ترمنځ په‌دې نښته کې مرګ‌ژوبله وروسته له هغې زیاته شوه چې پرون د جګړې په ډګر او مورچلو کې مړي وموندل شول.

پرون روغتیايي چارواکو ویلي و، په نښته کې ۱۴ کسان وژل شوي او سل نور ټپیان دي.

په ۲۰۰۷ کال د کورمې په بوشهره کې د شيعه او سنیانو ترمنځ په نښته کې په لسهاوو کسان مړه او ټپیان شوي وو.

دغو دواړو خواو په ۲۰۰۸ کال په مري کې یو توافق لاسلیک کړ، چې په‌کې ویل شوي و، په کورمه کې به د ځمکې هر لانجه د جرګو له لارې حل کېږي.