بلوڅ فعالان: پاکستاني ځواکونو د بلوڅانو پر هغه کاروان ډزې کړي چې غونډې ته روان و

پاکستاني پوځيان

بلوڅ فعالان ادعا کوي، امنیتي ځواکونو د هغو بلوڅانو پر کاروان ډزې کړي چې د دوی په خبره، د جبري بې‌درکه کولو او د خپلو حقونو د ترلاسه کولو په موخه یو لوې غونډې ته روان وو.

د بلوڅانو د یووالي کمېټې نن یک‌شنبې د (جولای ۲۸مه) ویلي، بلوڅان د ورکو کسانو د موندلو او د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره په ګوادر کې لویه غونډه کوي، خو په خبره يې د بلوچستان حکومت دغه بندري ښار ته تللې ټولې لارې تړلي دي.

د کمېټې مشرې ماه رنګ بلوڅ پرون پر خپلې ایکس‌پاڼې (پخواني ټویټر) ویلي و، حکومت د ګوادر د "غونډې د ناکامولو هڅه" کوي.

د هغې په خبره، امنیتي ځواکونو په مستونګ کې هم د بلوڅانو پر کاروان ډزې کړي دي.

که‌ څه هم د بلوچستان حکومت ویاند دا ادعاوې رد کړې وې، خو پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې، خلک د ګوادر پر لور روان دي او د ډزو اوازونه په‌کې اورېدل کېږي، خو دا معلومه نه‌ده چې ډزې څوک کوي.

بلوڅان د پاکستان حکومت په جبري بې‌درکه کولو او د بلوڅانو د حقونو په نه ورکولو تورنوي.

د بلوڅانو دا لویه غونډه په‌داسې حال کې ده، چې د خیبرپښتونخوا په بنو کې د "امن" په نوم یو لوی پاڅون پیل شوی دی.