مالي کې د وسله‌والو ډلو يوه ايتلاف الجزاير پولې ته نژدې د حکومتي سرتېرو د وژنې ادعا کړې

د مالي پو ځي، ارشيف

په مالي کې د وسله‌والو ډلو یوه ایتلاف پرون ادعا کړې چې، د الجزایر پولې ته نژدې یې لسګونه حکومتي سرتېري او د واګنر ډلې روسي اجیران وژلي دي.

په هغو ویډیوګانو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوي، د څو سپین پوستو کسانو او د مالي د سرتېرو جسدونه ښکاري، چې ویجاړو شویو موټرو ته نژدې پر ځمکه پراته دي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له‌مخې د مالي پوځ تر دغې ادعا یوه ورځ مخکې ویلي و، چې دوه سرتېري يې د سخت دریځو په برید کې وژل شوي او لس نور ټپيان شوي دي.

پوځ ادعا کړې چې ځواکونو یې نژدې شل وسله‌وال وژلي دي.