چين کې د ځمکې ښوېدو له امله ۱۲ کسان مړه شوي

چين کې د ځمکې ښوېدو يوه پېښه؛ انځور - ارشيف

د چین دولتي رسنۍ وایي، د دغه هېواد د جنوب ختیځ په یوه سیاحتي سیمه کې نن یک‌شنبه د ځمکې ښوېدو له کبله لږ تر لږه ۱۲ کسان مړه شوي دي.

دغه پېښه له شدیدو بارانونو او د (ګیمي) په نوم استوایي توپان وروسته رامنځته شوې ده.

د راپور له‌مخې په شانګهای کې هم یو تن د ونې د لوېدو له کبله پرون شنبه مړ شوی دی.

دا پېښه په ظاهره د توپان له کبله د رامنځته شوي باد له کبله شوې ده.