اوکرايني چارواکي: روسي ځواکونو پرون خرسون کې تر لسو ډېر ښارګوټي په نښه کړي

اوکراين کې د بريد يو انځور

اوکرایني چارواکې وايي، روسي ځواکونو پرون شنبې د (جولای۲۷مه) د اوکراین په جنوبي ښار خرسون کې له لسو ډېر ښارګوټي په نښه کړي دي.

د چارواکو په خبره، د هغه امبولانس موټروان هم ټپي شوي چې، د روسي ځواکونو بې‌پیلوټه الوتکه ورسره جنګېدلې وه.

د اوکراین هوايي دفاعي ځواکونه وايي، هغه روسي بې‌پیلوټه الوتکې او توغندي شنډ کړي چې د اوکراین پر څلور سیمو يې بریدونه او ډزې کولې.

بل پلو، روسي چارواکو ادعا کړې، چې د جولای په ۲۷مه يې د اوکرایني ځواکونو د شلو بې‌پیلوټه الوتکو له ډلې يې هغه ۱۴ نسکورې کړي چې د روسيې پر سرحدي سیمو يې توغندي ویشتل.

روسي چارواکو ویلي، لږ تر لږه دوه کسان هغه مهال ټپیان شول، چې د اوکراین یوې بې‌پیلوټه الوتکې د کورسک په سیمه کې پر دوی چاودېدونکي توکي وغورځول.

دا هوايي او د بې‌پیلوټه الوتکو ځوابي بریدونه په‌داسې حال کې دي چې اوکرایني ځواکونه د جګړي په لومړۍ کرښه کې هڅه کوي، د روسيې ځواکونو د پرمختګ مخه ډب کړي.