يوه چينايي سوداګر افغانستان کې د انرژۍ د توليد برخه کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې

د چين ملي بيرغ

چینايي سوداګر په افغانستان کې د سولر انرژۍ د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا لري.

دا خبره د طالبانو تر کنټرول لاندې د صعنت او سوداګرۍ وزارت پرون شنبې پر خپلې ایکس‌پاڼې (پخواني ټویټر) کړې ده.

وړاندې راغلي، یوه چینايي سوادګر شییه د دې وزارت مرستیال احمدالله زاهد سره په کتنه ویلي: "غواړي په افغانستان کې د ۴۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د سولر انرژۍ د تولید فابریکه جوړه کړي، چې زرو کسانو ته به په‌کې د کار زمینه برابره شي."

ياد چینايي سوادګر له طالب چارواکو غوښتي چې په‌دې برخه کې ورسره مرسته وکړي.

پر افغانستان د طالبانو له بياځلي واکمنېدو وروسته ډېر شمېر چینايي دولتي او خصوصي شرکتونه لېواله دي، چې د افغانستان پر معدنونو پانګونه وکړي.

وړمه ورځ چینايي انجنیرانو له شپاړس کلن ځنډ وروسته د لوګر د عینک د مسو د پروژې چارې رسما پیل کړې.