د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې پر ډونالډ ټرمپ د شوي برید په اړه نوي جزییات خپاره کړي

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې یا "ایف‌بي‌آی" تایید کړه چې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په غوږ کې مرمۍ لګېدلې ده.

د متحدوایالتونو د فدرالي تحقیقاتو ادارې دا اعلان د ټرمپ د ټپي کېدو د علت په اړه متضاد راپورونه روښانه کوي.

یوه وسله‌وال په پنسلوانیا کې د انتخاباتي غونډې په ترڅ کې پر دونالډ ټرمپ ډزې وکړې.

د متحدو ایالتونو د فدرالي تحقیقاتو ادارې پرون جمعه د جولای په ۲۶مه وروسته له دې په دې اړه اعلامیه خپره کړه چې د اوونۍ په پیل کې ډایرکټر (کریسټوفر ری) یو مبهم بیان خپور کړ چې پر ټرمپ د ډزو په اړه يې شکونه راپورته کړي وو.